د سیاسي احزابو، ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو او پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو له بیا بیا غوښتنو سره ولسمشرۍ ماڼۍ له سیاسی احزابو او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندانو سره دټاکنو دقانون دتعدیل طرح شریکه کړې ده. ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د قانون د تعدیل مسودې پر سر د نوماندانو او څارونکو بنسټونو ترمنځ ناستې پیل شوي او هڅه کېږي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د اصلاح لپاره ژر اقدام وشي. خو د حکومت له لوري د ټاکنو د قانون د تعدیل مسودې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو غبرګون پارولی او وایي په دې طرح کې داسې موارد راوړل شوي چې دقانون خلاف دولسمشر صلاحیتونه زیاتوي. دوی وايي حکومت غواړي مخکې له مخکې په ټاکنو کې پراخو درغلیو ته لاره پرانیزي او راتلونکې ټاکنې په خپله ګټه پای ته ورسوي. د نوماندانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی او د قانون له تعدیل سره باید دقانون پراساس چلند وشي.