د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منګولیا ته تللی دی. د مالوماتو له مخې پوتین به له منګولیايي چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا خبرې اترې وکړي. دا د نړیوالې جنایي محکمې یو غړي هیواد ته د پوتین لومړی رسمي سفر دی. دغې محکمې شاوخوا ۱۸ میاشتې وړاندې په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور د پوتین د نیولو امر صادر کړی دی. ورته مهال، اوکرایین له منګولیا غوښتي چې پوتین ونیسي او نړیوالې جنايي محکمې ته یې وسپاري. بل خوا بیا، د پوتین ویاند ویلي چې منګولیا ته د ولسمشر د سفر له پلوه اندېښنه نه لري.