د پاکستان ډان ورځپاڼې پرون د متیو مېلر له قوله راپور ورکړی، چې واشنګټن له ترهګرۍسره د مبارزې په برخه کې د پاکستان ترڅنګ ولاړ دی. مېلر دغه راز د پاکستان په بلوچستان کې وروستي بریدونه غندلي دي او زیاتوي چې امریکا او پاکستان په سیمه کې له ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې ګډې ګټې لري. پرون د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ ویلي و چې په هیواد کې د اورپکو بریدونو زور اخیستی چې لامله یې په یوه میاشت کې ۸۴ کسان وژل شوې دي. بلخوا د روان کال د اګست پر ۳۱مه د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ویاندې سبرینا سېنګ بیا ویلي چې واشنګټن په پاکستان کې د اورپکو پر وړاندې د دغه هېواد په پوځي عملیاتو کې هیڅ ډول ښکیلتیا نه لري.