د نړیوالې سولې لپاره باید د افراطیت جرړې او ملاتړي له منځه یوړل شي. د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي د جنوبي کوریا په پلازمینه کې د سولې په اړه خبرې کړې دي. دده په وینا په نړۍ کې روانې جګړې د افراطیت له امله رامنځ ته شوې دي او ددغه پدېدې په له منځه وړلو سره د نړیوالو ترمنځ فاصلې کمېدلی شي. دده په خبره که نړیوال سوله غواړي باید د افراطیت رېښې وچې کړي او ددې کار لپاره باید د افراطي افکارو پر ملاتړو هېوادونو نړیوال فشارونه ډېر شي. کریم خلیلي ویلي ددغه پدېدې د له منځه وړولو لپاره د نړیوالو یووالی او قوي اراده مهمه ده. خلیلي له نړیوالو غوښتي چې د نړۍ په هر ګوټ کې د سولې له هڅو او هغو اقداماتو ملاتړ وکړي چې د سولې لپاره ترسره کېږي