وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته له نوماندې کاملاهارېس ملاتړ اعلان کړ، واشنګټن ویلي؛ مسکو د امریکا په ټاکنو کې مداخله کوي. خو د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف واشنګټن پوسټ ته د امریکا دغه تورونه رد کړي دي. په ورته وخت کې د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکاردیمیتري مدودوف ویلي، ټرمپ نه شي کولی، چې د بریا په صورت کې پر مسکو لګېدلي بندیزونه لرې کړي. که څه هم د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د نوموړي او پوتین ترمنځ د ملګرتیا درلودلو خبرونه خپاره شوي وه، خو د تمې خلاف دا ځل ټاکنو کې ښکاري چې پوتین په غیر مستقیمه توګه له مېرمن هارېس څخه ملاتړ کوي. د امریکا ټاکنې د روان کال د نوامبر میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کېږي.