د چک جمهوریت د دفاع وزیر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور اړین بولي او وایي تر څو پورې چې په یاد هېواد کې د ترهګرو ګواښ په بشپړه توګه له منځه نه وي وړل شوی، د امریکایي ځواکونو وتل به ستونزې لا ډېرې کړي. لوبر متنار ویلي، دوی وضعیت له نږدې څاري او که چېرته امریکا خپل ځواکونه له دغه هېواده وباسي نو دوی به هم ورته عمل وکړي. هغه دغه راز زیاته کړې کانګرس د امریکایي ځواکونو له وتلو سره پر ځای مخالفت کړی دی او په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل هیڅ مناسب نه دي. چک په افغانستان کې ۶۲۰ سرتېري لري. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو خبره مطرح کړه، خو تر هغه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ولسمشر غني سره په یو تلیفوني تماس کې وویل چې څو پورې له وسله والو طالبانو سره د سولې موافقه نه وي شوې دوی خپل پوځیان نه وباسي.