د نایجیریا د شمال مرکزي برخه کې د تېأو د یو ټانکر په چاودنه کې ۴۸ تنه مړه شوي دي. د نایجیریا د ملي اضطراري ادارې مسوولینو ویلي چې پېښه د نایجر په ایالت کې هغه وخت وشوه چې د تېلو ټانکر د یو بل موټر سره وجنګېد. چارواکو ویلي چې د تېلو موټر د یوې لارۍ سره جنګېدلی چې حیوانات پکې بار و. په دې پېښه کې ګڼ شمېر نورو موټرو ته هم زیان رسېدلی چې د پېښې پر وخت په سیمه کې موجود و. سیمه ییزو رسنیو ویلي چې دوو نورو موټرو هم په ټکر کې اور اخیستی و. د نایجیریا د ملي اضطراري ادارې ویاند حسین ابراهیم رسنیو ته ویلي چې په دې پیښې کې ټول ټال ۴۸ تنه مړه شوي او لا هم مسوولین لګیا دي د ټکر سیمه پاکوي.