مخکينى ولسمشر حامد کرزى وايي، تر هغې پورې په افغانستان کې سوله نه راځي، څو پورې چې اوربند ونه شي او وينه تويېدنه ونه ودرېږي. حامد کرزي پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د مسکو په ناسته کې پر ټولو موضوعاتو په تفصيل سره خبرې او بحثونه وشول. کرزي ويلي، تر هغې پورې په افغانستان کې سوله نه راځي، چې اوربند ونه شي او وينه تويېدنه ونه ودرېږي. مخکيني ولسمشر د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو اترو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې د مسکو په ناسته کې د امريکا پر هڅو بحث وشو. د هغه په وينا، ټول افغانان بين الافغاني مذاکرات غواړي او پلوي يې کوي. کرزى وايي، د امريکا او روسيې په همکارۍ په افغانستان کې تلپاتې سوله راتلى شي.