هندي رسنۍ وایي د افغانستان د سولې مسئله د سیمې د هېوادونو او امریکا ترمنځ د کشمکش سبب شوې ده او هر څوک غواړي دغه پروسه انحصار کړي. انډیا ټایمز په یوه مطلب کې لیکي امریکا په لوی لاس دا زمینه برابره کړه چې د سیمې هېوادونو د امتیاز اخیستو لپاره د سولې پروسه انحصار کړي. په مطلب کې راځي سر له دې چې پاکستان د ترهګرو ستر ملاتړی دی، خو امریکا یې نه یوازې دا چې پر وړاندې اقدام و نه کړ بلکې هر کال یې میلیاردونه ډالر د ترهګرو دغه ملاتړي هېواد ته ورکړي دي. د سرچینې په خبره اوس هم امریکا ددې پر ځای چې پر پاکستان فشارونه راولي دغه هېواد ته امتیاز ورکوي او له دوی غواړي چې طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي. ورځپاڼه زیاتوي د امریکا ډېرې پاشلې هڅې او له پاکستان سره نرم چلند ددې سبب شو، چې طالبان ځانونه د امتیاز څښتنان وبولي او واک ته د رسېدو خوبونه وویني. انډیا ټایمز لیکي افغانستان یو مستقل حکومت لري او امریکا ته په کار ده، چې د سولې د پاشلو هڅو پر ځای د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو زمینه برابره کړي. په مطلب کې راغلي په افغانستان کې تر بین الافغاني مذاکراتو پرته د سولې راتګ ناشونی دی او امریکا ته په کار ده، چې دې مسئلې ته متوجه وي.