د هېواد د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د يوه پلاوي په مشرۍ د ايران پلازمېنې تهران ته رسېدلی دی. ټاکل شوې، چې محب د سيمې د پنځو هېوادونو د ملی امنيت د سلاکارانو په کچه په يوه ورځنۍ امنيتي غونډه کې برخه واخلي. په دې ناسته کې پر افغانستان او ايران سربيره د هند، چين او روسيې د ملي امنيت سلاکاران هم ګډون لري. د دې يو ورځنۍ امنيتي ناستې په ترڅ کې د سيمې په کچه له ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره پر مشترکه مبارزه په خاص ډول له داعش سره د ګډې مبارزې پر څرنګوالي خبرې کيږي. ټاکل شوي، د ملي امنيت سلاکار، د ناستې په څنډه کې د ناستې د برخه والو هېوادونو د ملي امنيت له سلاکارانو سره پر مهمو ستراتيژيکو موضوعاتو جلا ناستې هم ولري.



































