د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اسلامي پراختیايي بانک په ګډون د یو شمېر بنسټونو په همکارۍ، په کابل او کندهار کې د ولادي فسټول پر ناروغۍ د اخته ښځو وړیا درملنه کوي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، دغه روغتیايي خدمتونه د کابل په رابعه بلخي ملي روغتون او د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې وړاندې کېږي. دغه سازمان زیاته کړې، چې د یادو مرکزونو له لارې ناروغو ښځو ته د فسټول د درملنې ترڅنګ د رواني ملاتړ خدمتونه هم برابرېږي.































