د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په کندهار کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کبانو نسل روزنې یو فارم جوړوي. د دغه وزارت مسوولین وایي، د دغه فارم جوړېدو سره به کندهار د کبانو غوښې تولید له اړخه بسیا شي. کندهار کې دا مهال د کبانو روزنې ۱۸۲ فارمونه فعالیت کوي چې د کبانو بچي ورته له ګاونډیو هېوادونو راوړل کیږي. د کبانو فارم لرونکي وايي، که یې لاسنیوی وشي دغه برخه کې په کور دننه اړتیاوې پوره کولای شي. د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې، دا مهال د دغه ولایت د کبانو روزنې په خاورينو، سيمټي او استوګنیزو فارمونو کې د ګراس، کامن او سیلور په نامه درې ډوله کبان روزل کیږي چې سږ کال به څه باندې دوه سوه زره کیلو ګرامه د کبانو غوښه تولید کړي.