د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو په کابل کې د دغې ټولنې د یوه کال لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې وویل، چې تېر يوه کال کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته د۲زره ۲۱۲ ماشومانو درملنه شوې. د مسوولینو په وینا؛ یاده موده کې شاوخوا پنځه میلیونه او ۸۹۴ زره نور هېوادوال هم د دغې ټولنې له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شوي دي. دوی دغه راز وویل، چې په تېر يوه کال کې د طبیعي پېښو له څه باندې يو میلیون ۴۳۰ زره زیانمنو او اړمنو کسانو سره نغدي او د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده چې پکې اوړه، غوړي، لوبیا، بوره، خیمې، ترپالونه او نور توکي شامل وو. د سرې میاشتې ټولنې مسوولینو په خپلو کې وویل، چې د سرپرست حکومت د فرمان له مخې تېر کال ۱۱۶ زره او ۲۵۹ سوالګر راټول شوي دي.