د لغمان شاهي کانال د لومړي فاز اولني لاټ جوړولو چارې د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر او یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې پرانېستل شوې. دغه کانال چې ۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري د دوو فازونو په درلودو کولی شي شاوخوا ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي. د دغه کانال د پرانیستغونډې ته د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ویلي، چې په هېواد کې د اوبو مدیریت ته ژمن دي او دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي. نوموړي زیاته کړې، چې شاهي کانال به د وخت په تېردو سره په بشپړه توګه بشپړ شي، چې په جوړېدو سره به یې شاوخوا ۲۵ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي. د یاد کانال د لومړي فاز لومړی لاټ ۶.۶ کیلومټره اوږدوالی لري، چې په څلور برخو کې به بشپړ شي او ۵زره هکټاره ځمکه به خړوبه کړي.