رویټرز راپور ورکړی، چې روسیې او اوکراین ۲۰۶ بندیان تبادله کړي دي. راپور کې راغلي چې روسیې ۱۰۳ اوکرایني او اوکراین هم ۱۰۳ روسي وګړي د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د بندیانو په دویمه تبادله کې خوشې کړې دي. د راپور له مخې دغه تبادله کې ۲۱ اوکرایني سرتېري هم شامل دي. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت لهدې تړونه د یوې “بریا” په توګه هرکلی کړی او د شنبې په ورځ یې د دواړو خواوو د همکارۍ مننه وکړه. د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د تبادله شویو جنګي بندیانو شمېر تر دې دمه ۱۹۹۴ کسانو ته رسیږي.