د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې روانه اوونۍ د سهشنبې په ورځ د امریکا نیویارک ښار کې د ملګروملتونو سازمان ۷۹مه کلنۍ غونډه جوړه شي. د مالوماتو له مخې د ملګروملتونو دغه کلنۍ غونډه به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۴مه پیل او تر ۳۰مې دوام وکړي. غزې او اوکراین کې د روانو جګړو په څېر د سترو نړیوالو ننګونو ترڅنګ به، د افغانستان مسله هم د ملګروملتونو سازمان د غړو هېوادونو د کلنۍ غونډې د بحث وړ موضوع واوسي. د چارو یوشمېر کارپوهان هیله لري، چې د ملګروملتونو سازمان دغه عمومي غونډه او د نړۍ مشرانو ترمنځ د افغانستان پر مسلې بحث به وشي کولای، چې د هېواد سیاسي او اقتصادي انزوا ته یوه حللاره پیدا کړي.