د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په دغه هېواد کې د بهرنیو دیپلوماتانو پر موټریز کاروان د سړک غاړې ماین چاودنه کړې، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپيان دي. دا پېښه پرون ناوخته په خیبرپښتونخوا کې شوې ده. ویل کېږي چې په دغه کاروان کې د روسیې، تاجکستان، ایران، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، اندونیزیا، ویتنام او څو نورو هېوادونو دیپلوماتان وو. د خیبرپښتونخوا چارواکو ویلي چې په دې چاودنه کې بهرنیو دیپلوماتانو ته زیان رسېدلی نه دی. تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغې چاودنې پړه منلې نه ده. د یادونې ده چې بیګاه شپه هم ناڅرګندو وسلهوالو په بلوچستان کې دوه پاکستاني پولیس وژلي وو.