د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټې ښار کې د پولیسو پر موټر د ماین چاودنې په پېښه کې یو پولیس وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي. د یو شمېر ټپي شویو پولیسو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې ښار څخه سرچینو ویلي، چې په ټپي شویو کسانو کې ولسي خلک هم شامل دي. د یو بل خبر له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت د ملاکنډ ولسوالۍ د چترال په بمبورت سیمه کې وسلهوالو پر پاکستاني پوځیانو برید کړی، چې په پایله کې یې دوه تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.