د پیسو نړۍوال صندوق وایي، پاکستان ته یې د ۷ میلیارده ډالرو پور طرحه تصویب کړې، چې یو میلیارد ډالره به یې نږدې راتلونکي کې ورکړ شي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پيسو نړۍوال صندوق د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی. رویټرز د پیسو نړۍوال صندوق په حواله لیکلي، چې دغه طرحه به د پاکستان د پراختیایي شریکانو د ملاتړ تر څنګ د دغه هېواد د اقتصادي ثبات په موخه د سختو پالیسو لهمخې پلي شي.