د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسیون وايي، یو شمېر کورني او بهرني شرکتونه دې ته لېواله دي چې، په افغانستان کې تر څه باندې ۵ میلیارده ډالرو پانګونې وکړي. د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت زیاتوي، یو شمېر کورني او بهرني پانګوال غواړي چې، په افغانستان کې پر کرنې، بنسټیزو پروژو، صنعت، انرژۍ، کانونو او ټرانسپورټ پانګونې وکړي. بلخوا، د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې په نیویارک کې د متحده ایالتونو د نړۍوالې پراختیايي ادارې له مرستیال سره د افغانستان د وضعیت او پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي. بل خوا، اقتصاد وزارت د متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې د فعالیتونو بیا پیلېدل د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي او زیاتوي چې اړتیا ده چې د متحده ایالاتو نړیواله پراختیايي اداره او نورې ادارې په افغانستان کې خپلې چارې بېرته پيل کړي.