د غزني ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۰۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت د کامل کانال د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه کانال د (اېف، اې، او ) مؤسسې په مالي ملاتړ جوړېږي. د یادولو وړ ده، چې په دې پروژه کې چې چارې پیل شوې د ۱۲ پلچکونو او ۱۵ هایدرولېکي دروازې جوړول هم شامل دي. د مسوولینو په خبره دکامل کانال په جوړېدو سره به ۱۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي. د یادولو وړ ده، چې په دغه کانال کې ۴۵ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې، چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.