په کندوز کې د حکومت له لوري په عملیاتو کې د ملکي خلکو د وژل کیدو په غبرګون کې لاریون شوی دی. دغه لاریون په داسې حال کې کیږي چې تېره شپه. د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې حکومتي ځواکونو چاڼیز عملیات کړي چې په ترڅ کې يې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د سیمې یو تن ځايي اوسیدونکي روح الله افغان وايي چې د چهار درې په نهر صوفي او منګ تپې سیمو کې افغان کمانډویانو د عملیاتو پر مهال هوايي بمبارد هم شوی چې پکې دوه مېرمنې شهیدانې شوې او ۸ نور کسان ټپیان شوي هم دي.



































