د ولسي جرګې ځینې غړي په ملي مسایلو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایيه ریاست ترمنځ د یووالي غوښتنه کوي او وايي، چې په ملي مسایلو کې نه باید د ګاونډیو هیوادونو ګټې تر خپلو ملي ګټو پورته وګڼل شوي. د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېسیون غړي وايي، د ملي یووالي حکومت له پیل نه تر دا مهاله د ارګ او سپیدار ترمنځ اختلافاتو افغانستان د ناورین لور ته وړی دی. د یاد کمیسیون غړې ارین یون وایي، مرکزي ټکی باید یو اوسي قدرت باید د یو کس لخوا مخې ته یووړل شي. په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي هم ورته نظر لري او وایي، د ولسمشر غني لخوا په پاکستان کې د یو مظلوم غورځنګ او مظلوم قوم پر وړاندې اندېښنه ښوول د هغه هېواد په چارو کې د لاسوهنې په مانا نه ده. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د پاکستاني حکومت لخوا له تاوتریخوالې ډک چلند باندې اندېښنه ښوولې وه خو اجراییه ریاست دا خبره د پاکستان په چارو کې مداخله وبلله چې د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو افغانانو توند غبرګونونه یې راوپارول.