د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته بل مهم سفر پیلوي. د سولې او پخلاینې په موخه د پخوانیو سفرونو پر دوام ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد په نږدې ورځو کې د سیمې هېوادونو ته خپل پنځم سفر پیل کړي. که څه هم تر اوسه نه د امریکا بهرنیو چارو وزارت او نه هم خپله خلیلزاد په دې اړه څه ویلي دي خو د پاکستان ټوډې ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې خلیلزاد دا سفر له طالبانو سره د مهمو موضوعاتو پر سر له خبرو مخکې له اسلام اباده پیلوي. ځینو نورو پاکستاني رسنیو بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې د سفر چمتوالی پیل شوی دی او ژر به یې د تګ وروستۍ نېټه وټاکل شي.