د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهيي وايي ایران او په سیمه کې د تهران ملاتړې ډلې به د اسراییلو پر وړاندې په شاتګ ونکړي. خامنهيي دا څرګندونې په تهران کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې په داسې حال کې کړي چې له دې څو ساعته وړاندې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسراییلو په یو برید کې، ویل شوي چې د ایران د ملاتړې حزب الله ډلې د وژل شوي مشر حسن نصرالله ځای ناستی په نښه شوی دی. په داسې حال کې چې اسراییل د ایران برید ته د غبرګون ښودلو لپاره پر ممکنو لارو چارو غور کوي، د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، باور نه کوي چې په منځني ختیځ کې پراخه جګړه پیل شي.