فرانسوي چارواکو ویلي د کډوالو دوه بیړۍ چې بریتانیا ته یې د تللو هڅه کوله، اوښتي او پکې د یو دوه کلن ماشوم په ګډون څلور تنه مړه شوي خو دا لا مالومه نه ده چې د کومو هېوادونو دي. راپور کې راغلي، د کډوالو په یوه بله وړه کښتۍ کې چې له ۸۰ ډېر کسان پهکې سپاره وو، د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه موندل شوي او ګڼ شمېر نور چې اوبو ته لوېدلي وو، ژغورل شوي دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو رتایو د بریتانیا او فرانسې تر منځ په اوبو کې د شنبې د ورځې دا پیښې ناوړه غمیزه بللې ده. چارواکو ویلي چې په دغو کډوالو کې د افغانانو سربېره د ایران، عراق، کویټ، مصر، لیبیا او څو نورو افریقايي هېوادونو اتباع شامل وو.