د راپورونو له مخې په خیبرپښتونخوا کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۵ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سرچینې ویلي چې چاودنه پرون د خیبرپښتونخوا په پټانکوټ سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز کې شوې، چې ۲ پولیس پکې وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، تر چاودنې وروسته د پاکستاني پوليسو او ناپېژاندو وسله والو ترمنځ نښته شوې ده. تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. خو پاکستان کې دې ته د ورته ډېرو نورو پېښو مسوولیت ټيټيپي چې تر ډېره په خیبر پښتونخوا کې فعال دي منلی دی.