د روسیې دفاع وزارت ویلي چې پرون یې د ۹۵ اوکرایني سرتیرو خوشې کیدو په بدل کې خپل همدومره شمېر سرتیري د اوکراین څخه تر لاسه کړي دي. د وزارت په اعلامیې کې پرته له دې چې د جنګي بندیانو د تبادلې په هکله نور معلومات ورکړل شي، یوازې همدومره ویل شوي چې د جنګي اسیرانو دا تباله د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب شوې چې په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو یو نږدې متحد هم دی. سره لهدې چې په کیېف کې چارواکو تر اوسه د بندیانو دا تبادله نه ده تایید کړې خو د روسیې د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د خبرو اترو له کبله ۹۵ روسي سرتیري د “کیف” تر کنټرول لاندې سیمو څخه بیرته ستانه شوي چې په بدل کې یې ۹۵ اوکرایني سرتیري سپارل شوي دي.