د امریکا دفاع وزیر لويډ آسټن اوکراین ته د خپل سفر په مهال له دغه هېواد سره د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نوې پوځي مرستې اعلان کړی دی. په داسې حال کې چې تېره اونۍ امریکا له اوکراین سره د ۴۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې اعلان کړې وې، چې په کې د دافع هوا، له هوا څخه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي او نور پوځي مهمات شامل و. د امریکا د دفاع وزیر د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یوې غونډې کېد خپل هېواد د مرستو پر دوام ټېنګار کړی دی. زیلینسکي د واشنګټن له ملاتړ او پوځي مرستو مننه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې ولسمشر جوبایډن د ناټو له متحدینو څخه غوښتي وو چې د روسیې سره په جګړې کې د اوکراین سره مرستې روانې وساتي.