د سمنګانو ولایت امنيې قوماندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د سمنګان_بغلان پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ٧ کسانو ته د مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې د سمنګان په رباطک سیمه کې پرون مازدیګر د فورتینر ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ٦ تنه ټپیان او یو ماشوم مړ شوی دی. نوموړي ویلي، چې ټپیان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د سمنګانو ولایت ځایي امنیتي مسوولینو د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د موټر لوړ سرعت بللی دی.