د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د بریکس سرمشریزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره لېدنه کې ویلي، اوکراین کې جګړه باید په سولهییز بڼه پاې ته ورسیږي او زیاته کړې یې ده؛ هند په اوکراین کې د سولې غوښتونکي او دغه هېواد چمتو دی، چې له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته اروپا کې تر ټولو خونړۍ جګړې پای ته رسولو کې مرسته وکړي. د دې سربېره ټاکل شوې، چې د روسیې ولسمشر د بریکس سرمشریزې په څنډه کې د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره هم وګوري.