د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې، د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په ریاض کې د خپل امریکايي سیال انټوني بلېنکن کوربه و. د عربستان د بهرنیو چارو وزارت، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، دواړو لورو په سیمهییزو تحولاتو له هغې ډلې د غزې او لبنان پر وضعیت او دغه وضعیت ته د رسېدنې پر هڅو خبرې اترې کړې دي.