د چین ولسمشر شي جین پینګ وایي، د نړۍ او سیمې په وضعیت کې د هر راز بدلونونو سربېره چین له ایران سره اړیکې پراخوي. شي جین دغه خبرې د بریکس سرمشریزې په څنډه کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره کتنه کې کړې دي. دغه کتنه کې دواړو خواو منځني ختیځ کې پر روان وضعیت هم خبرې کړې دي.