پر ایران د اسراییلو له هوايي برید وروسته د دغه هېواد چارواکي وايي چې د الوتنو بهیر بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی. د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند ویلي، الوتنې نن سهار ۹ بجې بېرته عادي حالت ته ګرځېدلي دي. د چارواکو په وینا، تهران کې د خمیني نړیوال هوايي ډګر او نه هم د دغه هېواد نور هوايي ډګرونه د اسراییلو په بریدونو کې په نښه شوي دي. اسراییلو ویلي چې تېره شپه یې، تهران او دوو نورو سیمو کې د ایران پوځي مرکزونه په نښه کړي دي. د اسراییلو پوځ وايي چې تهران، خوزستان او ایلام کې یې، د ایران ۲۰ پوځي مرکزونو باندې بریدونه کړي. ایران هم منلې چې اسراییلو د دوی پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي، خو وايي، زیان یې کم دی. مالیزیا، سعودي عربستان، پاکستان او عمان هغه هېوادونه دي چې دغه برید ته یې، غبرګون ښودلی او هغه یې، غندلی دی.