د چين د هوا پېژندنې ادارې د سپتمبر په نهمه نېټه خبر ورکړی چې د چين او نيپال ترمنځ د جي لونګ –راسووا په سرحدي سيمو کې د خټو تر ښوېدنې وروسته د چین دولتي اقليمي مرکز بېړني اقدامات کړي او نيپال ته يې د مازو په نوم د هوا پېژندنې او وړاندوینې ځيرکه لايحه وړاندې کړې ده او د دې ترڅنګ یې هغوی ته د ناورين ځپلو او شاوخوا سيمو د اقلیمي ځانګړتیاوو د شننې او وړاندوینې توليدات هم برابر کړي؛ څو تر ناورين وروسته يې د ژغورنې کارونو د تر سره کولو لپاره له نيپال سره مرسته کړې وي.
ياد مرکز د چین د هوا پېژندنې د ادارې په ترتیباتو سره د مازو پر مټ د تودوخې درجې، د بارانونو د اورښت او د ځمکو د وچکالۍ په شمول د اقليمي وضعيت د څار پنځه ډولونه توليدات او په راتلونکو شپېتو ورځو کې د دې سيمې د تودوخې درجې او د اورښتونو د وړاندوینې توليدات نيپال ته برابر کړي دي.































