اسوشيټیډپرېس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو او لویدیځ ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو وروسته د اټومي وسلو د تمرین امر کړی دی. د راپور له مخې پوتین د اټومي وسلو د تمرینونو امر داسې مهال کوي، چې تردې وړاندې اوکراین له ناټو غوښتي څو د روسیې په خاوره کې د اټومي وسلو کارونې ته اجازه ورکړي. پوتین ټینګار کړی چې په دې تمرینونو کې به د اټومي وړتیا لرونکو بالستیک او کروز توغندي توغول شامل وي. د روسیې ولسمشر په وار وار خبرداری ورکړی چې د لویدیځ له خوا د اوکراین ملاتړ او ګواښونو له زیاتېدو سره به د اټومي وسلو پر کارولو غور وکړي. پوتین تېره میاشت امریکا ته په اشارې ویلي و، چې له اوکراین څخه ملاتړ به مسکو د ناټو پر وړاندې ودروي.