د راپورونو له مخې په اسپانیا کې سختو ورښتونو او را وتلو سېلابونو لږ تر لږه ۶۲ کسان مړه کړي دي. د مالوماتو له مخې دغه سېلابونه په ختیځ ویلېنسیا کې راوتلي او ډېرې سیمې یې لاندې کړې دي. د راپور له مخې، د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې ځانونه له لاسرسي لریو سیمو ته ورسوي او ایسار کسان وژغوري. د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز دا یوه غمجنه پېښه بللې او ژمنه یې کړې چې ویجاړ شوي پلونه، سړکونه او کورونه رغوي. په راپور کې راغلي چې ځینو لرې پرتو سیمو ته مرستې رسېدلې دي. د اسپانویي چارواکو په خبره، د بارسلونا او مادرید په ښارونو کې اورګاډي درېدلي او ښوونځي هم ځنډول شوي دي.