د بنګلهدېش موقت مشر او د سولې د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس ویلي، چې حکومت یې هڅه کوي ترڅو هند د بنګلهدېش پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه ورته وسپاري. شیخ حسینې په بنګلهدېش کې د څوو اونیو مرګوني اعتراضونو وروسته د اګست په پنځمه واک خوشې کړ او هند ته لاړه. محمد یونس د اګست په اتمه د بنګلهدېش د موقت مشر په توګه واک ترلاسه کړ او شیخ حسینه تر اوسه په هند کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي. محمد یونس د بنګلهدیش د موقت حکومت د ۱۰۰ ورځو لاس ته راوړنو په اړه په یوې تلویزیوني وینا کې وویل هغو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره هڅې روانې دي چې د محصلینو د اعتراضونو پر مهال یې په وژنو کې لاس درلود. د بنګلهدیش د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د جولای او اګست په میاشتو کې د محصلینو د اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان ووژل شول چې ۴۰۰ یې محصلین و.