د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د سپرلۍ پر موټرو د وسله والو بريد کې ۴۵ تنه وژل شوی دي. د خيبر پښتونخوا يوه امنيتي چارواکي په پېښه د ۴۵ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. په وژل شويو کې اته مېرمنې هم شاملې دي. د نوموړي په وينا په بريد کې ۲۰ کسان ټپيان شوي چې د پېښور او ټل روغتونونو ته لېږدول شوي. د راپورونو له مخې بريد د کورمې په مندروي سيمه کې له پېښوره، پاړه چنار ته پر غځېدلې لار شوی دی. تراوسه کومې ډلې يا کس د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.