په اذربایجان کې د اقلیمي بدلونونو په تړاو د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د نړۍ شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو تر پېچلو خبرو اترو وروسته پرېکړه وکړه چې د نړۍ شتمن او پرمختللي هېوادونه به تر ۲۰۳۵ زېږیز کاله، هر کال ۳۰۰ میلیارده ډالره بودجه بې وزله هېوادونو کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو مهارولو په موخه ځانګړې کوي. له اقلیمي بدلونونو اغېزمنو شویو هېوادونو سره به دغه برخه کې مرستې په راتلونکي زېږیز کال کې پیل شي. د کاپ ۲۹ په وروستي پرېکړه لیک کې تر ۲۰۳۵ زېږیز کاله د اقلیمي بدلونونو د اغېزو مهارولو لپاره ۱ اعشاریه ۳ ټریلیونه ډالره کلنۍ بودجه اټکل شوې، چې پاتې برخه به یې له خصوصي سکټور، نړۍوالو بنسټونو او ځینو نورو مالي سرچینو برابریږي. دې غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رییس مطیع الحق خالص په مشرۍ ګډون کړی و او د غونډې په څنډه کې یې د ملګرو ملتونو، نړۍوالو بنسټونو او ځینو هېوادونو له استازو سره کتنه کې افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو سره د مبارزې لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.