د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د بنګلهدېش د علماوو، سوداګرو او صنعتکارانو له یوه پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي په افغانستان کې شته پانګهییزو او سوداګریزو فرصتونو ته په اشارې، له بنګلهدېش سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تعامل پراختیا اړینه بللې ده. له بنګلهدېشه راغلي پلاوي هم په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ فرصتونو ته هیلهمندي ښودلې او ویلي یې دي چې د دواړو لورو ترمنځ د رغنده تعامل له لارې اړیکې لا پراخېدای شي.































