کرملین ویلي، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرون یو قانون لاسلیک کړ چې له مخې به یې اوکراين کې جنګېدونکو روسي پوځیانو ته تر ۱۰ میلیونه روبله پورونه وبښل شي. دغه قانون د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې د اجرا وړ دی او هغه کسان چې د قرضونو له کبله تر قانوني تعقیب لاندې وو، نور د پور په ادا کولو مکلف نه دي. ویل کېږي، چې د دې اقدام هدف د اوکراین د جګړې په جبهه کې د بشري ځواک زیاتول او روسي سرتېرو ته د همکارۍ روحیه ورکول دي.