د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پټریک شاناهن وايي چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو هر ډول احتمالي وتل به له متحدینو سره په همغږۍ ترسره شي. نوموړي ویلي، چې امریکا به یوازې او په خپل سر دا کار ونکړي. شاناهن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته ویلي، چې د ځواکونو کمول به یو اړخیز کار نه وي. په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ ویلي، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه هره پرېکړه به د امریکا او د ناټو د غړو په مشورې او همغږۍ نیول کیږي. هغه ویلي، چې په افغانستان کې د ناټو ماموریت لومړیتوب دی او د راتلونکې په اړه یې هم هره پرېکړه په ګډه نیول کېږي.