ولسمشر محمد اشرف غني په مونیخ کنفرانس کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو پر سیمه ییز اتصال او افغان سولې خبرې کړې دي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف ویلي، چې ازبکستان په بېلابېلو برخو کې له افغان حکومت سره مرستو ته تیار دی. ولسمشر غني په دې کتنه کې سیمه ییزه همکاري مهمه بللې او ویلي یې دي، چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره به عملي اقدامات کېږي. ولسمشر غني د خپل سفر په ترڅ کې ،د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره هم لیدلي. خليلزاد د افغان حکومت لخوا د لويې جرګې د را بللو هرکلی کړی او د افغانانو په مشرۍ د سولې پر خبرو او هڅو يې ټينګار کړی دی.