په سویليکوریا کې د درنې او داومدارې واورې ورېدو له امله الوتنې ځنډېدلې او د څلور کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی. له ۱۹۰۷ کال راهیسې د سوېليکوریا پلازمېنه سېول کې دا د ریکارډ کچې واوره بلل کېږي چې له امله یې، شاوخوا ۱۴۰ پروازونه خڼډېدلې دي. د سوېليکوریا یونهاپ خبري اژانس راپور ورکړی چې د سېول په بېلابېلو سیمو کې تر ۴۰ سانټي مټره واوره شوې او د نورو درنو اورښتونو خبرداری هم ورکړل شوی دی. د درنو اورښتونو له امله تر دې مهاله د څلور کسانو د وژلکېدو او ۱۳ نورو د ټپيکېدو خبر ورکړل شوی دی. د سیېول نړیوال هوايي ډګر تر نورو ډېر اغېزمن شوی او معلومات ښيي چې د مسافرو الوتنه تر دوو ساعتونو ځنډيدلې دي. د ورکړل شویو معلوماتو پربنسټ، ۱۴سلنه الوتنې ځنډيدلي او ۱۵سلنه الوتنې هم لغوه شوې دي.