که څه هم په هېواد کې وروستیو ورښتونو د روانې وچکالۍ په تړاو د خلکو اند ېښنې کمې کړې، خو په یوشمېر ولایتونو کې سختو ورښتونو خلکو ته جدي ستونزې جوړې کړې دي. په هرات ولایت کې بې ځایه شوي کډوال وایي د ژمي په دې سړه هواکې له جدي ستونزو سره مخ دي، خو حکومت او اړوندې ادارې ورسره مرسته نه کوي. بې ځایه شوې کورنۍ وایي، د ورښتونو له زیاتېدو سره سخت سیلابونه راوتلي چې له امله یې په هرات ولایت کې لس کسان وژل شوي او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي. بې ځایه شوي کسان وایي، که حکومت ورسره بیړنۍ مرستې ونه کړي، ښایي په سیمه کې بشري ناورین رامنځ ته شي. دهرات ځايي چارواکي د خلکو ستونزې جدي بولي، خو وایي هڅې یې پیل کړي چې د بې ځایه شویو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي. وروستیو ورښتونو د هرات ترڅنګ یوشمېرنور لایتونه هم سخت ځپلي، خو طبعي پېښو ته د رسیدنې ادارې ویلي زیانمن شویو ولایتونو ته یې له وړاندې خوراکي توکي او نور اړین وسایل رسولي دي.