له نن څخه نه دېرش کاله مخکې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي يرغل وکړ، خو د افغان ولس له نږدې يوې لسيزې مقاومت وروسته يې له دغه هېواده پښې سپکې کړې. شوروي د ١٣٥٨کال د مرغومي په شپږمه د وخت په عصري وسلو سمبال پوځ د حيرتان بندر له لارې افغانستان ته داخل کړ، تر څو د خپل لاسپوڅي نظام ستنې ټينګې او په دې توګه خپلو اوږدمهالو موخو ته ورسېږي. خو دغه پوځيان د افغان ولس له ټينګ مقاومت سره مخ شول او له نږدې لس کلن يرغل وروسته بېرته له دې خاورې ووتل. د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د خپل نږدې لس کلن يرغل پر مهال افغانستان ته د سر او مال درانه زيانونه واړول. په دغې دوره کې شاوخوا يو نيم ميليون افغانان ووژل شول، پنځه ميليونه نور مهاجرت ته اړشول او په زرګونو نور معيوب شول او همدارنګه ګڼ شمېر بنسټيز تاسيسات هم له منځه ولاړل. خو په دې لړ کې سره پوځ ته هم درانه مالي او ځاني زيانونه واوښتل.