چمن کې پرلتوال د پاکستان له حکومت څخه د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په پرېکړه کې د نرمښت او په خپله سیمه کې د ازاد کاروبار غوښتنه کوي. وايي، که حکومت یې غوښتنې نه مني دوی به د سپین بولدک ـ چمن لاره وتړي. د چمن پرلت والو په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي؛ که د چمن پرلت والو غوښتنې ونه منل شي، دوی به پر دغه دروازه هر ډول ټرانزیټ بند کړي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د پاکستان حکومت هر ځل د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو ژمنې کوي، خو بیا ژمنې نه عملي کوي. پرلت والو ویلي، که د روانې ډیسمبر میاشتې تر څلورمې نېټې د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه لګول شوي محدودیونه لرې نه شي، په دغه دروازه به هر ډول ټرانزیټ بند کړي.