ولسمشر غني وايي، تلپاتې سوله راتلونکې ده او له دې وروسته به څوک د دین په نوم بهرنۍ جګړه پر افغانانو ونه تپي. ولسمشر غني دا خبره نن له افغانستان څخه د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو ۳۰ کلیزې په اړه په يوه ویډیویي پیغام کې کړې ده. غني ویلي، چې د خلکو د مبارزو په نتیجه کې شوروي ځواکونه ووتل، خو د افغانستان برخلیک ټاکلو کې د تدبیر په برخه کې د خلکو اندېښنو ته ځواب ونه ویل شو، ځکه په نورو جګړو واوښتل. نوموړي ویلي چې اوس بیا افغانان له برخلیک ټاکونکي حالت سره مخ دي. ده په خپلو خبرو کې ویلي، چې خلک سوله غواړي، خو نه ماتېدونکې او لنډمهالې سوله. غني ویلي تلپاتې سوله راتلونکې ده او نور بهرنی جنګ پر افغانانو باندې د جهاد په نوم نشي تپل کېدای.