د ماشومانو د خونديتوب نړيوالې ادارې په تازه راپور کې افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې راغلى چې د ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه بلل شوي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې هر کال په نړۍ کې په وسله والو شخړو پورې اړوندو پېښو کې سل زره ماشومان مړه کېږي. دغې ادارې په يوه راپور کې ويلي، چې ماشومان د لويانو له خوا د شخړو پر مهال په بېلابېلو لارو کړاو ګالي، ځکه دوى په جسمي لحاظ کمزوري دي. د دې ادارې په راپور کې ویل شوي، له ٢٠١٣ څخه تر ٢٠١٧میلادي کاله پورې په لسو هېوادونو کې شا و خوا ٥ لکه ٥٠زره ماشومان د جګړو او د شخړو د سختو عواقبو له کبله مړه شوي دي. په هغو لسو هېوادونو کې چې د ماشومانو لپاره ډېر ناوړه بلل شوي د افغانستان تر څنګ عراق، سوريه، يمن، مرکزي افریقا، د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت، مالي، نايجريا، سوماليا او جنوبي سوډان شامل دي.